د روغتیا وزارت په ۲۰۱۴ کې د نري رنځ تقریبآ ۵۸ زره پیښې ثبت کړي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکې وایې چې په 2014 م کال کې د نري رنځ یا توبرکلوزتقریبآ 58 زره پیښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزیرډاکټرفیروزالدین فیروزنن د توبرکلوز سره د مبارزې د نړېوالې ورځې د لمانځلوپه غونډه کې انديښنه څرګنده کړه چې هرکال تقریبآ 13زره کسان د دې ناروغۍ له امله مري.

نوموړي له نړېوالې ټولنې هم وغوښتل چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

توبرکلوز، یا نرۍ رنځ يوه مکروبي ناروغي ده چې په ډېرې اسانۍ له يوه ناروغ نه روغو انسانانو ته انتقالیږي.