په کرکیله کې د میرمنو ونډه

په پسرلي کې نجونې او مېرمنې هم، ګلان کري او کرکېله کوي.

د نوي کال په راتګ په هېواد کې اکثره خلک د خپلې سیمې او چاپیریال د شنه او ښایسته کېدو په خاطر ګلان، شنه چمنونه او نیالګي کېنوي، خو دا خو میرمنو هم په دې برخه کې خپله ونډه لرلې، په پسرلي کې په خپلو کورونو کې یې ترکاري، ګلان او بوټي کرلي او په دې برخه کې فعاله برخه اخستې.

د میدان وردکو اوسیدونکې روهینا په وینا ګلان یې ډیر خوښ دي او چې کله پسرلی شي په پټیو کې زیات کار کوي، په کورکې یې ډیر زیات ګلان او شفتله کرلې دا وایي کله چې په خپل لاس کرل شوو ګلانو ته ګورم روحا ډیره خوشالیږم.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ