د راپورونو له مخې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتوریانو کوویچ Viktor Yanukovych کشر زوی چې هغه هم ویکتور نومېده په کریمیا کې خاورو ته وسپارل شو.
د یانوکوویچ د زوی د جنازې مراسم پرون د کریمیا د ساحلي ښارسواستوپول په یوه پوځي هدیره کې ترسره شول.
ویل کېږي چې نوموړی څو ورځې مخکې په روسیه کې ډوب شوی و.
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې یانوکوویچ او د ده د کورنۍ نورغړي د هدیرې په کلیسا کې حاضر وو او په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
۳۳ کلن ویکتوریانو کوویچ هغه مهال چې پلاریې په واک کې و، څو ځلي د پارلمان د غړي په توګه غوره شوی و.