د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په غزني ولایت کې د حقاني شبکې د وسله او مهماتو دوه زیرمې کشف او ضبط کړي دي .
د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډیپوګاني د غزني ښارپه چهاردیوال سیمه کې کشف کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې ډیيوګانوکې راکټونه، کلاشینکوفونه، تومانچې، کربین، ۱۳ کړۍ ماینونه ، ۵۷ کیلو ګرام چاودیدنکي مواد او یوه اندازه نور مهمات شامل دي.