ایوا د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون د جوړیدو په اړه د ولسمشرغني د فرمان هرکلی کړی

(ایوا) یا د افغانستان د انتخاباتو د څار موئسسې د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون د جوړیدو په اړه د ولسمشراشرف غني د فرمان هرکلی کړی دی.

دې ادارې په یوې اعلامیه کې هیله ښودلې چې یاد کمیسیون به د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې موجوده اړتیاوو ته مناسب ځواب ووايي.

په اعلامیه کې پرحکومت انتقاد شوی چې د یاد کمیسیون د غړوپه ټاکلوکې معیار، تخصص او د انتخاباتو په برخه کې د لازمې تجربې په نظرکې نیولو ته توجه نه ده شوې.

ولسمشرغني متحده ایالاتو ته ترسفرمخکې د انتخاباتي اصلاحاتوپه نوم کمیسیون فرمان صادرکړ او د دې کمیسیون مشرې شکریې بارکزۍ ژمنه کړې، چې په کمیسیونونو کې به اصلاحات راولي.