علومي وايي، د فرخندي د قتل په توریې د پولیسو په ګدون ۲۶ تنه نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د فرخندي د قتل په توریې د پولیسو په ګدون ۲۶ تنه نیولي دي.

د کورنیوچارو وزیرنورالحق علومي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د یادوکسانو څخه دا مهاله تحقیقات روان دي:

″دیارلس تنه چې د پیښې عاملین دي هغه نیول شوي او دیارلس نورچې پولیس دې چې هغه د حوزې امرهم شامل دی نیولی شوی د قانون منګلو ته سپارل شوي او دا مهال تحقیقات ورڅخه روان دي.″

پرهمدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیالانو د فرخندې وژل یو نه بخښونکي عمل وباله.

فرخنده د پنجشنبې په ورځ د کابل ښارپه شاه دوشمشیره سیمه کې د قران کریم د سوځولو په تورد یوه شمېرکسانو له خوا ووژل شوه.