د ملګروملتونود امنیت شورا د حوثي وسله والو له خوا په یمن کې د تاوتریخوالې له لارې د واک نیول غندلي دي.
حوثي یاغیان د ملګروملتونود امنیت د شورا د هغې پخواني پریکړه خلاف جګړې ته دوام ورکوي چې له دوی یې غوښتي وو تاوتریخوالی دی بس کړي او خبرواتروته دې ستانه شي.
د امنیت د شورا په بیان کې د حوثي ملیشو له خوا یواړخیزاقدامات غندل شوي او په مناسبه توګه د ملګروملتونو د پخواني پریکړلیک په نه عملي کیدو خواشیني ښودل شوې ده.
په بیان کې ویل شوي د امنیت شورا چمتو ده چې د هرې هغې ډلې پرضد نوراقدامات وکړي چې په یمن کې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.
د دې معني نوې بندیزونه او یا نورممکن اقدمات کیدای شي .
د یمن لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي جمال بن عمر، د مارچ په دوه ویشتمه نیټه د امنیت شورا دې بیړنۍ غونډې ته وویل، یمن د کورنۍ جګړې پر څنډه ولاړ دی.