بغلان: یوه ۳۲ کلنه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده

چارواکي وايي، په بغلان کې یوه ۳۲ کلنه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.

د بغلان د ښځو چارو رییسي خدیجي یقین ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ښځه تیره ورځ ناوخته د پلخمري ښار د شهاالدین ډنډ په سیمه کې وژل شوې ده.

میرمن یقین زیاته کړه چې د دوی لومړۍ څیړنې ښیې چې د وژل شوي ښځي خاوند په نشه يي موادو روږدی وو چې تر پيښې وروسته تښتیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د بشري حقونوخپلواک کمیسیون د هېواد په شمال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندیښنه ښودلې وه.