جان برینان وایي، امریکا کولای شي چې ایران د اټمي وسلو له پراختیا راوګرځوي

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای اې مشرجان برینان وایي، امریکا کولای شي چې ایران د اټمي وسلو له پراختیا راوګرځوي او ایراني چارواکي پوهیږي، که داسې وکړي دوی ته به یې پایلي خورا ګرانه پریوځي.

برینان د امریکا فاکس تلویزیوني چاینل ته تیره ورځ وویل، امریکا له ګڼو لارو کولای شي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ایران په یوه اټمي قدرت نه شي بدلیدلی.

د ایران او بریتانیا، جرمني، فرانسې، چین، روسیې او امریکا استازو د مارچ یو دیرشمه نیټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده، څو یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې تهران د بندیزونو د سستیدو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه راکم کړي.