افغان چارواکي نن په کمپ ډیویډ کې له امریکایي چارواکو سره ګوري

افغان چارواکي نن په کمپ ډیویډ کې په دې نیت له امریکایي چارواکو سره ګوري چې له واشنګټن سره د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

د ولسمشراشرف غني جګپوړي سلاکار داوود سلطانزوي ازادي راډيو ته د دې روابطو په اړه وویل:

″د افغانستان چارواکي دا هیله لري چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوې صفحه پرانیستل شي، یوه موده وه چې د افغانستان او امریکا رابطه د تیر حکومت په وخت کې سړه شوې وه.″

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت نن په کمپ ډیويد کې د افغان ولسمشراشرف غني او اجرایي رییس عبداله عبداله کوربه وي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه چارواکي به پر بېلابېلو امنیتي مسایلو، اقتصادي پراختیا او د افغانانو په مشرۍ د سولې پر هڅو خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر او اجرایي رییس به بیا سبا د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره وګوري.