ټاکل شوې ده چې نن د شپاړلس کاندید وزیرانولست ولسي جرګې ته وسپارل شي.
په پارلماني چاروکې د دولت وزیرغلام نبي فراهي ازادي راډيوته وویل:
"د جلالتماب جمهوررییس د ځانګړې حکم له مخې د شپاړس کاندید وزیرانو لست ماته راغلی دی؛ دوشنبه به یې زه د ولسي جرګې د اداري پلاوي سره ملاقات ولرم او په عین زمان کې به د کاندیدانو ضروري اسناد له نورو مراجعوو څخه طی مراحل شي او ولسي جرګې ته به یې وسپارو."
په شپاړسو وزیرانوکې د دفاع وزارت لپاره څوک نه دی نومول شوی او غلام نبي فراهي وایي چې د دفاع وزارت لپاره به هم کاندید وزیر ډیر ژرولسې جرګې ته ورپیژندل شي.
په نوي لست کې نوې څیرې د وزیرانو په توګه معرفي شوې دي.
یوازې سید سعادت منصورنادري هغه څوک دی چې تیرځل ولسي جرګې باور راییه نه وه ورکړې.