د بخښنې د نړېوال سازمان سکرتر جنرال به د کابل د سفر پرمهال د بشري حقونو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د فرخندې د وژلو قضیه له افغان چارواکو سره یاده کړي.
د بخښنې د نړېوال سازمان د افغانستان د برخې څیړونکي حریه مصدق وایي چې سلیل شیتي د راتلونکي میاشت په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ته سفر لري:
″د بخښنې د نړېوال سازمان سکرترجنرال د اپریل په میاشت کې افغانستان ته په یوه رسمي سفر ځي.
یوه موضوع به هم ښایي له ولسمشر او اجرایي رییس سره د فرخندې وي چې خبرې به پرې وکړي.″
فرخنده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو یوې ډلې په دې تورچې قرانکریم یې سوځولی دی، په وهلو ډبولو ووژله او بیا یې د دې جسد ته اور ورته کړ.
د افغانستان حکومت یو کمیسیون ټاکلی دی چې د دې پیښې تحقیقات وکړي.