راپورونه وایي، چې د هرات ولایت د شین ډنډ ولسوالۍ په دوو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو حمله کړې ده.
د هرات یوه امنیتي مسوول د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله نن د درېیو بجو په شااوخوا کې شوې ده.
یوې بلې سرچینې هم چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو یوه پوسته دا مهال د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې ده.
طالبانو هم تراوسه د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.