برمته کوونکو د ۳۱ مسافرو د خوشې کولو لپاره شرط ایښی

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو ځینې استازی وايي، د ۳۱ مسافرو برمته کوونکو ددې کسانو د خوشې کېدو په بدل کې له حکومته د خپلو ملګرو د ازادیدو غوښتنه کړې ده.

دا خبره په ولسي جرګه کې د زابل استازي حمیدالله توخي ازادي راډیو ته وکړه.

نوموړي هغه آوازې هم رد کړې چې ګواکې ۳۱ تنه برمته شوي مسافرین آزاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې برمته شوي مسافرین روغ رمټ دي او خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

معلومه نه ده چې برمته کوونکو به د خپلو کومو ملګرو د خوشې کیدو غوښتنه کړي وي او تراوسه امنیتي چارواکو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.