د يمن پوځي چارواکي وايي، شيعه ياغيانو چې د يمن د ولسمشر مخالفت کوي؛ د دې هېواد درېيم تر ټولو لوی ښار تعز او د دې ښار هوايي ډګر نيولي دي.
تعز ښار نن يوه ورځ وروسته له هغه ونيول شو چې حوثي ياغيانو ولسمشر عبدلربو منصورهادي ته د وفادارو ځواکونو پر ضد د جګړې غوښتنه وکړه.
په تعز ښار کې ځای پر ځای شويو د ځانګړو ځواکونو قومندان حامود الحراثي د ولسمشر هادي د رياست جمهورۍ مشروعيت رد کړ.
د ملګروملتو امنیت شورا به نن په یمن کې پر حالاتو د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه وکړي.
دا غیرعلني غونډه وروسته له دې کېږي چې د یمن ولسمشر عبدلربو منصور هادي د امنیت شورا د پنځلس دایمي غړیو د فوري مداخلې غوښتنه وکړه.
هادي پرون تور ولګاوه چې حوثي شیعه ملېشو چې د یمن مرکز صنعا یې هم نيولې؛ د ده پر ضد کودتا کړې ده.