په کابل کې د فرخندې د جنازې مراسم ترسره شول او د نوموړې جسد خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د کابل اوسیدونکو او د مدني ټولنو او د ښځو د دفاع بنسټونو لسګونه غړو ګډون کړی و.
فرخنده هغه میرمن وه چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۸مه یو شمېر قهرجنو خلکو په دې تور ووژله چې قران شریف ته یې اور اچولی.
د فرخندې کورنۍ له حکومت څخه غواړي؛ څو د لور د وژلو عاملین یې د قانون منګلوته وسپاري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نوموړې د وژنې په تړاو څو تنه نیولي دي.
ولسمشر اشرف غني یوه کمیسیون ته دنده سپارلې؛ څو د فرخندې د وژلو په اړه څیړنه وکړي.
د جمهوري ریاست یوه خبرپاڼه وایي چې د دې کمیسیون مشري مولوي محي الدین بلوڅ ته ورکړل شوې او دوی به د دې قضیې حقوقي او شرعي اړخونه وڅیړي.
په دغې قضیې کې د پولیسو بې غورۍ د بشري حقونو د څار سازمان او خلکو غوسه را پارولې ده.