ولسمشر اشرف غني یوه کمیسیون ته دنده سپارلې، څو د فرخندې د وژل کېدو په اړه څیړنه وکړي.
د جمهوري ریاست یوه خبرپاڼه وایي چې د دې کمیسیون مشري مولوي محي الدین بلوڅ ته ورکړل شوې او دوی به د دې قضیې حقوقي او شرعي اړخونه وڅیړي.
د کمیسیون په ترکیب کې د ښځو یوشمېر فعالانې لکه؛ فوزیه کوفي، شینکۍ کړوخیل، شهلا فرید او محبوبه سراج هم شاملې دي.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۸یو شمېر قهرجنو خلکو فرخنده په دې تور ووژله چې قران شریف ته یې اور اچولی.