ولسمشر غني: د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هیواد یې له امنیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی.

ښاغلي غني دا خبره پرون د امریکا متحدو ایالتونو ته تر څلور ورځني سفر مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

ولسمشر غني ومنله چې د اسلامي دولت وسله واله سخت دریځه ډله په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده.

د ښاغلي غني په قول ویل شوي چې د دې ډلې ځانګړتیا دا ده چې خپل ټول سیالان تر ستوني تېروي.