په یمن کې د شیعه و په دوو جوماتونو کې د انتحاري حملو د قربانیانو شمېر د راپورونو له مخې تر سلو واوښت.
یو تلویزیوني چاینل چې د یمن شیعه یاغیان یې خپروي؛ وایي چې په مرکز صنعا کې ۱۳۷ کسان د تیرې ورځې په بریدونو کې وژل شوي او ۳۴۵ ټپیان شوې دي.
د خبر له مخې د لسګونو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښوول شوی دی.
د صنعا په جنوب کې تیره ورځ یوه چاودنه د بدر په جومات کې وشوه او بیا تر هغه وروسته بله یوه د جومات له وره سره هغه وخت وشوه چې لمونځ غاړي په تیښته وتل. بله چاودنه د صنعا په شمال کې د الحشوش په جومات کې وشوه.
دغو دوو جوماتونو ته د شیعه حوثي یاغیانو غړي ورتلل. حوثیانو تیر کال د یمن مرکز صنعا ونیو.
د یمن د داعش یوې څانګې ویلي دي چې دا چاودنې دوی کړې دي. خو سپینه ماڼۍ وایي چې د دغې ادعا څیړنه کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل چې سمدلاسه داسې نښې نه شته چې د اسلامي دولت ډله دې د دې خونړیو بریدونو تر شا وي؛ خو د اسلامي دولت ډله د پروپاګند لپاره قصدا د دغسې پیښو مسوولیت مني.