د پغمان په نوروزي ماڼۍ کې نوروز ته د را رسیدو رسمي مراسم ترسره شول

د پغمان په نوروزي ماڼۍ کې نن د نوي کال او نوروز د را رسیدو رسمي مراسم ترسره شول.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې په دې مراسمو کې د افغان حکومت او ولسي جرګې یو شمیر استازو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون درلود .

د غوره حکومتدارۍ او اصلاحاتو لپاره د ولسمشرسلاکار احمد ضیا مسعود نن په دې غونډه کې د حکومت پر وسله والو مخالفو ډلو ږغ وکړ چې د سولې د هڅو له بریالي کیدو سره مرسته او ملاتړ یې وکړي.