د قزاقستان په مرکزالماتې کې د هنرونو په ملي اکاډمۍ کې نن اور لګیدلی دی.
د دې اکاډمۍ څلور پوړیزه ودانۍ د الماتې ښار په مرکز کې ده .
رپوټونه وايي چې د اور لمبې د ودانۍ سر ته ختلې، پروفیسران، زده کونکي، ښوونکي او د اکاډمۍ کارکونکي له ودانۍ ایستل شوي او د اطفایې مامورین د اور وژلو هڅې کوي.
د اطفایې کارکونکي هڅې کوي چې د ډيرې ګرانې بیې او کم سارې هنري اثار له ودانۍ څخه وباسي. د اور لګیدو دلیل لا نه دی څرګند شوی.