ظریف: امریکا دې دیوې اټمي موافقې ته د رسیدو لپاره پر موږ فشار نه راولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف وايي چې متحد ایالات او نور قدرتونه دې، یوې اټمي موافقې ته د رسیدو لپاره پر دوي فشار نه راولي.

ظریف نن په سویس کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره ترلیدو مخکې وویل:

″د دې وخت را رسیدلی چې امریکا، روسیه ، چین ، جرمني، انګلستان او فرانسه د فشار او موافقې ترمنځ یو انتخاب وکړي.″

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د جمهورریس بارک اوباما له خوا د نوروزد مبارکۍ د پيغام په ځواب کې وویل چې ایرانیان غواړي چې له نړېوالو سره په عزت کې خبرې وکړي.