د افغانستان د کورنيوچارو وزارت وايي، په کابل کې يې څلورمشکوک کسان نیولي چې ښايي په ښار کې د يوې ښځې په وژل کیدو او بیا د هغې مړي ته په اور اچولو کې لاس لري.
د کورنیوچارو د وزارت وياند صديق صديقي ویلي، په کابل ښارکې د پرونۍ پېښې د څرنګوالي لپاره د پوليسو څېړنې روانې دي.
عيني شاهدانو ازادۍ راډیوته ویلي چې قهرجنوکسانو پرون مازدیګریوه ښځه په دې تورچې د قران مجید یوې کاپي ته يې اور اچولی وو، د شاه دوشمشېره زيارت ته نژدې په وهلو ووژله او مړي ته یې اور واچاوه.
په همدې حال کې د دې ښځې کورنۍ وايي، چې هغې له څو کلونو راهيسې رواني ناروغي درلوده.