په کابل کې د ملګروملتود سیاسي استازي دفتر[یوناما] نن د نوروزلپاره افغانانو ته په ځانګړي پيغام کې ټینګارکړی چې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته به متعهد پاتې شي.
په کابل کې د ملګروملتود عمومي منشي ځانګړي استازي نیکولاس هیسوم نن په یوه خبرپاڼه کې افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې چې نوی کال به د افغانانو ترمنځ د پخلاینې او کراری وي.