اوباما: نوي لمريزکال د امريکا او ايران ترمنځ د اړيکو لپاره غوره فرصت وړاندې کړ

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشربارک اوباما وويل، نوي لمريزکال د امريکا او ايران ترمنځ د جلا اړيکو لپاره په تېرو څو لسيزو کې غوره فرصت وړاندې کړ.

د نوروزپه مناسبت په خپل پيغام کې اوباما وويل، له ايران سره پر اټومي موضوع خبرو پرمختګ کړى، خو بيا هم خلاوې پرځاى پاتې دي.

ده ويلي: زما په باور زموږ هېوادونه يو تاريخي فرصت لري چې په سوله ييز ډول خپل مسايل حل کړي، داسې يو فرصت چې بايد له لاسه يې ورنه کړو.

اوباما زياته کړې، ايران يوه لار په مخکې لري، څو نړۍ ته ډاډ ورکړي، چې نه غواړي اټومي وسلې جوړې کړي. د ده په وينا دغه لار به ايران د لا غوره فرصتونو خوا ته بوځي.

خو ښاغلي اوباما وويل که د ايران رهبران دغه لار غوره نه کړي، ايرانيان به منزوي پاتې او له نړيوالو فرصتونو به محروم شي.

ايران او د نړۍ شپږ قدرتونه د ايران پر اټومي فعاليتونو پر داسې يوه موافقه خبرې کوي، چې له مخې يې ايران خپل اټومي پروګرام محدود کړي او په بدل کې پر دغه هېواد لګېدلي نړيوال بنديزونه کم شي.