د روسیې د بهرنیوچارو وزیرسرګي لاوروف د مالیزیا د هوايي شرکت د هغې (MH17 ) الوتکې د نسکوریدو په اړه د بې طرفو او شفافو څیړنو غوښتنه کړې چې د تیرې جولای میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې نسکوره شوه.
د نوموړې دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې خپریږي چې د یوې هالینډۍ رسنۍ د هغې ادعا په اړه راپورونه خپاره شول چې وايي، د الوتکې د نسکوریدوله سیمې یې له مځکې څخه هوا ته د ویشتل کېدونکې ” بوک “ توغندي یوه ټوټه ترلاسه کړې.
دا ادعا د هغه تیورۍ ملاتړکوي چې ویل کېږي دا مسافر وړونکې الوتکه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو یاغیانو له خوا نسکوره شوې ده.
په دې پېښه کې د الوتکې ټولې دوه سوه اته نوي سپرلۍ او عمله وژل شوي وو.
د ار ټي ایل په نوم دا هالینډۍ رسنۍ وايي، د پېښې له سیمې تر لاسه شوې د توغندي دغه ټوټه د اړوند نړیوالو څیړونکو له خوا ارزیابي شوي او ووايي چې د روسيې د بوک توغندیو له ټوټو سره چې د الوتکې ضد توغندي دي سمی خوري.