په کابل کې تېره شپه یوتن وژل شوی چی تراوسه یې هویت نه دی معلوم

د کابل امنیتي مسوولان تاییدوي چی تېره شپه په کابل ښار کې په یوه پیښه کې یو تن وژل شوی چی تر اوسه یې هویت نه دی معلوم شوی.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رییس فرید افضلي ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې کس جسد اوس هم په عدلي طب کې دی.

خو په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وایي چې وژل شوی کس د ارزګان د امنیې قومندان مطیع الله خان دی.

ده څرګنده کړه چې د مطیع الله خان مړی یې په عدلي طب کې لیدلی دی.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان یې بیګا شپه په یوې انتحاري حمله کې وژلی دی.