قدیر: د ننګرهار پوهنتون د استادانو د معاشونو قضیې ته دې جدي رسیده ګي وشي

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر وايي، د ننګرهار پوهنتون د استادانو د معاشونو د تښتول کیدو قضیې ته دې جدي رسیده ګي وشي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار کې د دې ولایت د پوهنتون د پنځوسمې کلیزې په نمانځونډه کې وکړې.

نږدې دوه اونۍ مخکې وسله والوغلود دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په نظراباد سیمه کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو تنخوا چې شاوخوا شپاړس میلیونه افغانۍ وې پوهنتون ته د انتقالیدو پرمهال وتښتولې.

له هغه وروسته د یاد شوي پوهنتون استادانو خبرداری ورکړکه میاشتنۍ تنخواګانې ورته ورنه کړل شي د نوي کال په پیل سره له درس ورکولو ډ ډه وکړي.