نۍ: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې وضعیت بد تر شوی دی

په افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نۍ وايي، په پنځو ولایتونوکې د دوی وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې د ملي یووالي حکومت په شپږمیاشتو کارکې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت بدتر شوی دی.

د دغه ادارې د رسنیو د څارمسوول صدیق الله توحیدي وايي، یاده شوې نظرپوښتنه ښيي چې د بیان ازادي ته ښه پام نه دی شوی او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هم محدودیتونه لګول شوي دي:

(اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې نه یواځې دا چې وضعیت ښه شوی نه دی سره له دې چې قانون لرو او قانون نافذه دی، وضعیت بد تر شوی دی.)

ښاغلي توحیدي وویل، دغه نظرپوښتنه په هرات، بلخ، کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې له خبریالانو څخه شوې ده.

خو د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، حکومت د بیان د ازادۍ د پياوړتیا په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی او تر اوسه په دې برخه کې موثرکارونه هم شوي دي.