د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې د سومالیا د تېرې اوونۍ په هوايي برید کې د الشباب د سخت دریځې ډلې یومهم غړی عدنان جرار وژل شوی دی.
باورکېږي چې جراربه په ۲۰۱۳ میلادي کال د کینیا په مرکز نایروبي کې د ویسټ ګېټ مال په نوم د پلورنځي د حملې طراح وي. په دغه برید کې ۶۷ تنه وژل شوي ول.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې د ورځې له حملې وروسته وویل شول چې جرار وژل شوی دی خو د امریکا دفاع وزارت ترتېرماښام پورې رسماً د نوموړي وژل کېدا تایید کړې نه وه.
د امریکا د دفاع وزارت په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې جرار په سومالیا کې پر یوه موټرد امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.