د تونس ولسمشر ژمنه وکړه چې له تروریزم سره به بې رحمانه مبارزه وکړي

د تونس ولسمشر د دې هیواد د پلازمینې په یوه موزیم کې له حملې وروسته ژمنه وکړه چې له تروریزم سره به بې رحمانه مبارزه وکړي.

په برید کې لږ تر لږه اتلس بهرني ګرځندویان او دوه تونیسیان ووژل شول.

بیجي قاید ایس بسي پرون په ټلویزیوني وینا کې وویل، موږ له تروریزم سره په جګړه کې یوو او دغه وحشي اقلیت به موږ ونه بیروي.

د پلازمینې تونس د باردو موزیم په پرونۍ حمله کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ایټالیايي، جرمني، پولندي، هسپانیايي او کولمبیایي ګرځوندویان شامل دي.