د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه تنه چې غوښتل یې د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حملې وکړې هدف ته له رسیدو مخکې یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او له منځه تللي دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل په دې پیښه کې نور چاته زیان نه دی رسیدلی.