د ملګروملتونو امنیت شورا په تونس کې پر یوه موزیم پرونۍ حمله وغندله

د ملګروملتونو امنیت شورا په تونس کې پر یوه موزیم پرونۍ حمله وغندله ویې ویل، هیڅ ترورستي عمل نه شي کولای دغه هېواد د ډموکراسۍ پر لوري له خپل مسیره راوګرځوي.

د پلازمینې تونس پر باردو موزیم چې د پارلمان په خوا کې دی او کلک امنیت یې نیول شوی، وسله والو په برید کې اولس بهرني سیلانیان او دوه تونسیان ووژل.

امنیتي ځواکونو په موزیم کې دننه د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره په عملیاتو کې دوه وسله وال ووژل.

د راپورونوله مخې لږ تر لږه دوه وسله وال هم په تیښته بریالي شول.

د تونس ولسمشر بیجي قاید ایسبسي پرون په ټلویزیوني وینا کې وویل، چې هېواد یې له تروریزم سره په جګړه کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له اروپایي مشرانو سره چې د دغې حملې غندنه یې کړې یوځای شو او ویې ویل چې واشنګټن به د یوه امن لرونکي، سوکاله او ډموکراتیک تونس لپاره د دې هېواد د حکومت د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په تونس کې چې تر ډیره په اروپایي سیلانیانو تکیه دی، د ۲۰۱۱ کال له هغه مهال راهیسې چې د دې هېواد پخوانی واکمن زین العابدین بن علي د خلکو د پاڅون په نتیجه کې له واکه لیرې د سخت دریځو وسله والو له لوري دومره لویه حمله نه وه شوې.