د افغانستان ولسمشر په هلمند کې انتحاري حملهوغندله. اشرف غني د بې ګناه خلکو وژنه یونه بخښونکې جنایت وباله او ویې ویل چې دا کارپه هیڅ دین کې د توجیه وړنه دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیې کې د ولسمشراشرف غني په وینا راغلي دي چې د هغو پرضد به له هرې قویې استفاده وشي چې د بې ګناه افغانانو ویني بهوي.
د راپورونو له مخې په هلمند کې تیره ورځ په ځان وژونکي برید کې چې د ولایت ودانۍ ته نژدې وشوه اووه ملکېان ووژل شول او تر څلویښتو ډير ټپیان شول.
د هلمند د سرپرست والي مرستیال محمد جان رسولیار ازادۍ راډيوته وویل چې په ټپیانو کې د ګرشک ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي محي الدین، د والي ویاند عمر ځواک، د کرڼې د چارو سرپرست رییس رفیع اله کلام او د نادعلي ولسوال فتح اله شامل دي.
چاودیدونکي مواد په یوه بار وړونکي موټرکې ځای پرځای شوي وو. د دې ځان وژونکي برید مسوولیت طالبانو منلی دی.