هلمند: په ننني موټر بم چاودنه کې ۵۳تنه مړه او ټپیان شوي

د هلمند ولایت په نننۍ موټربم چاودنه کې د مړو او ټپیانو شمېر ۵۳ کسانو ته ورسید.

په دغې چاودنې کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور زخمیان دي.
د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې ټپيان او وژل شوي ټول ټول ملکیان دي.
په ټپیانو کې د نادعلي ولسوال، د هلمند د والي ویاند عمرځواک، د هلمند د کرنې ریاست سرپرست او یو شمېرنور کسان شامل دي.
په هلمند کې د بست روغتون مسولین بیا وایي چې دوی ته له سیمې ۴۱ ټپیان ور وړل شوي.
حمله نن د یوولسو بجو په شااوخوا کې د ولایت مقام ته څیرمه د یوه مازدا موټر په وسیله چې چاودیدونکي توکي په کې بار وو هغه مهال وشوه چې د ولایت دننه د سړي تښتونو د مخنیوي په هدف غونډه روانه وه.