درې قزاقي پولیس افسران محکوم شوي او زندان ته استول شوي

درې قزاقي پولیس افسران د یو مشکوک کس د شکنجه کولوله کبله محکوم شوي او زندان ته استول شوي دي.

دا د مرکزي اسیا په دې جمهوریت کې یوه له داسې پریکړو ګڼل کیږي چې مخکې له دې یې ساری کم لیدل شوی.

پرون د اقتوبي په شمال لویدیځ ښارکې محکمې دوه پولیس د هغه مشکوک د شکنجه کولو په جرم په درې کاله بند محکوم کړل چې د سرو زرو د یوې ټوټې په غلا تورن شوی و.

دریم تورن پولیس په درې کال تعلیق محکوم شوی.

د بشري حقونو ډلې وايي، د ۱۷ میلیونو وګړو په دې هېواد کې د پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو اداروله خوا د شکنجې کارول په پراخه پیمانه موجود دي او په دې برخه کې سرغړونکي ډیرکم مجازات شوي دي.