په کابل کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي له افغان دولت څخه غواړي چې په زابل کې د دېرشو برمته شوو کسانو د راخوشې کېدو په برخه کې هڅې وکړي.
د ښځو او ماشومانو د ملاتړ موسسې مرستیالې ریحانه عزیزي نن په دې اړه د یوې ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل چې تراوسه د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره لازمې هڅې نه دي شوي.
یاد دیرش تنه افغان مسافر چې تازه له ایران څخه را ستانه شوي وو؛ شاوخوا شل ورځې وړاندې د کندهار ـ کابل د لويې لارې پر سر د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د مخ پټو وسله والو له خوا برمته شول.