د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ملکيان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولايت ویاند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د بهسود ولسوالۍ د دامان په سیمه کې پر یوه صرف موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه زخمیان شوي دي.
عبدالزی وايي چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
د دې پيښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.