ساکي: امریکا به هېڅ وخت د روسیې له ولسمشر سره مستقیمې خبرې ونه کړي

د امریکا متحده ایالات وايي واشنګټن به هیڅ کله د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره ددې هیواد د کړکیچ د هواري لپاره مستقیمي خبرې ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي دا خبره پرون وکړه.

نوموړې دا تبصره یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي وو؛ د سوریې د کورنۍ جګړې د ډیپلوماټیک هواري د موندلو لپاره د اسد له رژیم سره خبري کیدای شي.

جین ساکي وویل، واشنګټن په هر ډول خبرو اترو کې د بشار الاسد د حکومت د استازو د ګډون اړتیا منلې خو دا به هیڅکله خپله بشر الاسد سره خبرې نه وي.

واشنګټن څرګنده کړې چې په سوریه کې یې لومړیتوب د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش په ضد جګړه ده.

د سوریې کورنۍ جګړه اوس پنځم کال ته داخله شوې. په دې پنځو کلونو کې په دې جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او په میلونونو نور بې کوره شوي دي.

تر اوسه پورې ولسمشر بشار الاسد د واک خوشې کولو هیڅ ډول نښې نښانې نه دي ښودلي.