د پاکستان په لاهور کې عیسویانو پر کلیسا د حملې پر غبرګون مظاهره وکړه

د پاکستان په لاهور کې پرون د مسیحي اقلیت زرګونو غړو د دوی پر دوو کلیساو د وروستیو حملو پر ضد مظاهره وکړه.

راپورونه وايي چې د مظاهرو پر مهال د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ شخړه هم وشوه او پولیسو د مظاهرې د خورولو لپاره له ډنډو او اوښکي بهونکي ګاز کار واخست.

په لاهور کې د یکشنبې په ورځ دوو ځانوژونکو پر کلیساو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې يې ۱۶ تنه ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو یوې څانګې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

د پنجاب ایالت په فیصل اباد او ګوجراوالا ښارونو کې تیره ورځ مسحیانو ورته مظاهرې وکړې.

مسیحیان د پاکستان د نفوس دوه په سلو کې برخه جوړوي.