د تکریت په جګړه کې د صدام حسین مقبره له منځه تللې ده

د راپورونو له مخې د عراق په تکریت ښار کې د روانو جګړو پر مهال د دې هیواد د پخواني واکمن صدام حسین مقبره تقریباً ټوله له مینځه تللې ده.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس له خوا د خپرو شوو تصویرونو له مخې د روانو خونړیو نښتو په نتیجه کې د صدام د مقبرې چې د تکریت په "الاوج" کلي کې ده؛ یوازې څو ستنې پاتې دي.

په همدې حال کې د عراق چارواکو ویلي چې په تکریت ښار کې يې د اسلامي دولت په نامه وسله وال له ټولو خواو کلابند کړي دي.

عراقي ځواکونو د روانې مارچ میاشت په دوهمه نیټه د تکریت د بېرته نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د اسلامي دولت په نامه وسله والو د تیر میلادي کال په جون میاشت کې تکریت ښار نیولی و.