ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین نن په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د قرغزستان له ولسمشر المازبېګ اتمبایوف سره وګوري.
دغه پلان شوې کتنه به پوټین ته چې له یوې مودې راهیسې په عام محضر کې او په ژوندۍ بڼه ټلویزیون کې نه دی راښکاره شوی؛ یو فرصت وي چې وښیي، دی ژوندی دی او روغتیایي وضعیت یې هم ښه دی.
د اوږدې مودې لپاره په عام محضر کې د پوټین نه ښکاره کېدو د هغه د روغتیایي وضعیت او اوسېدو په اړه ډیرې ګونګوسې راپورته کړې دي.
د پوټین ویاند په کراتو - کراتو ویلي چې هغه ښه دی او ډېر کار کوي.
کریملین د مارچ له پنځمې نیټې راهیسې د پوټین عکسونه او ویډیو خپاره کړي؛ خو ځینې روسي رسنۍ وایي چې هغه له مخکې ثبت شوي وو.
د قرغزستان د جمهوري ریاست د دفتر له عکاس پرته هیڅ یوه قرغزي خبریال ته بلنه نه ده ورکړل شوې چې سنټ پیټرزبورګ ته له اتمبایوف سره ملګرتیا وکړي چې مخکې دا ډول عمل نه و شوی.
دواړه مشران به په خپله کتنه کې د روسیې او قرغزستان ترمینځ د همکاریو؛ د ګډو پروژو او د یوریشیا په اقتصادي ټولنه کې د قرغزستان د ځنډول شوي غړیتوب په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې وکړي.