په برازيل کې د سيلانيانو بس اووښتی او لږترلږه ۴۹ خلک مړه شوي دي.
د چارواکو په وينا، دا پېښه پرون د برازيل په جنوب کې هغه وخت وشوه چې د سيلانيانو يو بس په يوه ځنګله کې سلګونو متره ليرې په يوه تنګه دره کې ولوېد.
په وژل شويو کسانو کې اته کوچنيان او ۲۴ ښځې وې.
لومړی د مړيو شمېره ۳۰ ښودل شوې وه خو د شپې په تېرېدو سره دا شمېره لوړه شوه.
په سانتا کاتارينا ايالت کې له دې ستونزمنې درې څخه د مړيو د را ايستلو کار روان وو او يو شمېرکسانو د زخمونوله لاسه په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بس د ځنګله په یوه تنګه دره کې ۴۰۰ متره لاندې پر ډډه د ونو پر څانګو راولوېد.
شااو خوا ۴۳،۰۰۰ برازيلي وګړي هرکال په ترافيکي پيښوکې وژل کيږي.