پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف یو ځل بیا په افغانستان کې د مجاهدینو په رول ټینګار وکړ او په حکومت کې یې د دوی رول ګټور وباله.
ښاغلي سیاف دا خبري د کمونستي رژیم پر وړاندې د هرات د خلکو د پاڅون د شپږدیرشمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې.
نوموړي خبرداری ورکړ چې هیڅوک نه شي کولی مجاهدین له سیاسي ډګره وباسي.
ښاغلي سیاف دغه راز وویل، چې مجاهدین د بشر حقونو ناقضین او جنګسالاران نه دي بلکې د بشر حقونو امینت تامین کړي.
په عین حال د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادی مسلمیار په خپلو خبرو کې وویل چې د مجاهدینو پر وړاندې بهرنۍ او کورنۍ توطیه به کومه نتیجه ورنکړي.
د مجاهدینو د رول په اړه په داسې حال کې خبرو زور اخیستي چې څو ورځي مخکې پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل ادعا وکړه چې د ملي وحدت حکومت په خپل کابینه کې مجاهدینو ته ځای نه دی ورکړي.