لاهور: پر کليسا په انتحاري حملو کې د مړو شمېر ١٤ تنو ته ورسید

د پنجاب ايالت د مرکزلاهور په يوحنا اباد سيمه کې د عيسويانو پر يوې کليسا په غبرګو انتحاري حملو کې د وژل شويو شمېر ١٤ ته پورته شوى دى.

پاکستاني رسنۍ د لاهور د امنيتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د يکشنبې په ورځ د لاهور په يوحنا اباد سيمه کې د عيسويانو پر يوې کليسا کې پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه شوي، چې په نتيجه کې يې تر دمه لږترلږه ١٤ کسان وژل شوي او تر ٦٥ زيات ټپيان دي.

دوى وايي چې ځانمرګي بريدګرو غوښتل چې کليسا ته ننوځي، خو د ساتونکيو له خوا ودرول شول، چې په نتيجه کې يېيوه د کيتهولک کليسا په دروازه او بل په کليسا کې دننه په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوزول.

د پېښې ټپيان د لاهور بېلابېلو دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د پنجاب د ايالتي حکومت وياند زعيم قادري له رسنيو سره په خبرو کې پر عيسويانو ځانمرګى بريد وغانده او دا يې په پاکستان کې د روانو پوځي عملياتو غبرګون وښود:

"ترهګر غواړي ددې ډول بريدونو له لارې د پاکستان يووالي ته زيان ورسوي. ترهګر غواړي، چې ددې ډول بې رحمه او ظالمانه حملو له لارې زموږه حوصلې پستې کړي. د ترورېزم ددې ناوړې پديدې له منځه وړلو لپاره بايد موږ سره يو شو. "

بل خوا په لاهور کې پر کليساوو د ځانمرګو بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو د تحريک د جماعت احرار ډلې منلى دى.

د دغه ډلې وياند احسان الله احسان پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې دا بريد د عافيه صديقي بريګيډ جنګياليو کړى دى.

يوحنا اباد لاهور ښار ته نزدې پرته سيمه ده، چې ډېرى اوسېدونکي يې عيسويان دي.

د چارواکيو په وينا، په وژل شويو کېاو په ټپيانو کې پوليس، ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

تر پېښې وروسته قهرجنو مظاهرينو د پېښې له ځايه څخه دوه مشکوک کسان ونيول او تر وهلو ډبولو وروسته يې ژوندي وسوځول.

د پاکستان په بېلابېلو ايالتونو کې تردې مخکې هم د مذهبي لږکيو پر عبادت ځايونو ګڼ بريدونه شوي، چې نتيجه کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.

تردې مخکې د ٢٠١٣میلادي کال د سپتمبر په ٢٣مه نېټۀ د پېښور په کوهاټۍ کې هم د سينټ ال چرچ په نامه يوه کليسا کې ځانمرګي بريد شوى و، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٨٠ کسان وژل شوي وو او تر ١٠٠ زيات په کې ټپيان وو.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف ،د لاهور ايالتي چارواکيو او نورو سياستوالو د لاهور په کليسا کې د ځانمرګي بريدونه غندلي دي او له اړندو ادارو يې څخه د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

راپور: ذبيح شفق

پخواني:

د پنجاب ايالت د مرکز لاهورپه يوحنا اباد کې د عيسويانو په کليسا کې چاودنې شوي، چې په نتيجه کې يې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنۍ د لاهور د امنتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د يکشنبې په ورځ د لاهورپه يوحنا اباد سيمه کې د عيسويانو په دوو کليساوو کې پرله پسې دوه چاودنې شوي، چې په نتيجه کې يې تردې دمه لږترلږه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.

دوى وايي، چې يوه چاودنه د کيتهولک کليسا په دروازه کې او بله په کليسا کې دننه شوې، چې نزدې ٥٠٠ کسان موجود وو، چې د يکشنبې ورځ په مناسبت په خپل مذهبي عبادت بوخت ول.

د چارواکيو په وينا، په کليسا کې د چاودنو د څرنګوالي په اړه پلټڼې روانې دي، خو له لومړني شواهدو داسې برېښي، چې دا دواړه ځانمرګي بريدونه وو.

د پېښې ټپيان د لاهور بېلابېلو دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د پېښې يوې عينې شاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"ما بهر ماشومانو ته سودا اخيستله، چې ناڅاپه د کليسا په دروازه کې ډزې پيل شوې او وروسته يې يوه زوروره چاودنه وشوه او هر څه په ګرد و غبار کې پټ شول. "

يوحنا اباد د لاهور ښار ته نزدې سيمه ده، چې ټول اوسېدونکي يې عيسويان دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په وژل شويو کې ٢ پوليس، ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

ترپېښې وروسته قهرجنو مظاهرينو د پېښې له ځايه څخه دوه مشکوک کسان ونيول او تر وهلو ډبولو وروسته يې ژوندي وسوځول.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د مذهبي لږکيو پر عبادتځايونو ګڼبريدونه شوي، چې نتيجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د ٢٠١٣م کال د سپتمبر په ٢٣مه نېټۀ د پېښور په کوهاټۍ کې هم د سينټ ال چرچ په نامه يوه کليسا کې ځانمرګي بريد شوى و، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٨٠ کسان وژل شوي وو او تر ١٠٠ زيات پکې ټپيان وو.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د لاهور ايالتي چارواکيو د لاهور په کليسا کې د چاودنې غندلي دي او له اړندو ادارو يې څخه د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په لاهور کې ددغه بريدونو مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق