د ارمنستان ولسمشر سرژ سارکزيان پرون ويلي چې د دې هېواد په اساسي قانون کې د هغه تغیراتو ملاتړ کوي چې له مخې به يې د هېواد حکومتي سيستم پارلماني ته واوړي.
د دې هېواد د حکومتي سيستم پارلماني ته د اړولو پيشنهاد په اساسي قانون کې د تغير يوه ځانګړي کمسيون وړاندې کړی دی.
سارکزيان يوه ځانګړي حکومتي کمسيون ته امر کړی وو چې له سياسي ګوندونو سره خبرې پيل کړي او د دې تغيرلپاره د پيشنهادونو او وړانديزونو په اړه راپور جوړ کړي.
په اساسي قانون کې دا تغير به وروسته د هېواد پرکچه د ټولپوښتنې له لارې انتخاب ته وړاندې شي.