قطر،امارات، چين او سعودي کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهير کې همکاري وکړي

په سياسي چارو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د اروپايي اتحاديې د سرمنشي له مرستيالې میرمن شمید سره د لیدو پرمهال ويلي قطر، متحده عرب امارات، چين او سعودي عربستان کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهير کې همکاري وکړي.

ښاغلي حکمت خليل کرزي د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان د همکاریو د ژمنو يادونه وکړه.

ښاغلي کرزي زياته کړه چې دا پروژې په راتلونکي کې د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ نورې هم پياوړي کړي.

مېرمن شميد هيله څرګنده کړه چې افغانستان به د سيمې له هېوادونو سره يوځای پر اوسنيو ستونزو برلاسی ومومي.

له بلې خوا افغان ولسمشراشرف غني د دوو ورځو لپاره د سعودي عربستان پرسفر روان شو.

د ولسمشر وياند اجمل عبېد عابدي ويلي چې ولسمشر د سعودي عربستان د پاچا پر بلنه دې هېواد ته تللی دی.