د امریکا په میزوري کې پر دوو پولیسو د حملو کوونکو د نیولو هڅې روانې دي

د امریکا د میزوري ایالت په فیرګسون ښار کې پولیسو پر خپلو دوو افسرانو د وروستۍ حملې د عاملینو په لټه کې دي.

تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د سیمې د پولیسو مشر جان بیلمر ویلي چې د دوی پټ پولیس د هغو کسانو په لټه کې دي چې تیره اونۍ یې د خلکو د یوې مظاهرې پر مهال؛ د پولیسو د دفتر مخې ته ډزې وکړې او د دوی دوه مامورین یې زخمیان کړل.

دې پيښې د سنت لویس له ښاره په لرې پرتو سیمو کې نژداي تبعیض او لانجې زیاتې کړې دي.

په فیرګسون ښار کې تیر دوبی یوه سپین پوستي پولیس په یوه تور پوستي ځوان "مایکل برون" چې غیرمسلح و؛ ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

تر دې قتل وروسته په فیرګسون ښار کې؛ د نژادي تبعیض پر اساس ناکرارۍ زیاتې شوې دي.