د افغانستان د ملي وحدت اجراییوي ریاست وایي؛ دولت پرېکړه کړې چې د کابینې پاته وزیران به په نږدې ورځو کې ولسي جرګې ته معرفې کړې.
د اجراییوي رئیس عبدالله عبدالله مرستیال ویاند جاوید فیصل د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ په دې مسالې جدې کار روان دی:
"دواړه مشران ګډ کار کوي چې د کابینې پاته ۱۷ وزیران ډېر ژر له خیره ولسي جرګې ته معرفي شي."
په عین حال کې، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کابینې د پاته وزیرانو په ټاکلو کې ځنډ به لاس وهنو ته لار هواره کړي او پاییلې به یې د افغانستان لپاره خطرناکې وي.