په پاکستان کې د یوې بې پیلوټه الوتکې ازمیښتي الوتنه ترسره شوه

د پاکستان پوځ وایي، په هېواد کې یوه جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه چې د "لیزر" په یوه رهبري شوي توغندي سمباله ده؛ د جمعې په ورځ یې په بري سره آزمیښتي الوتنه وکړه.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله چې په خپله بې پیلوټه الوتکه جوړه کړي؛ ترڅو د افغانستان په قبایلي سیمو کې د القاعده؛ طالبانو او نورو وسله والو پر ضد حملو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پرځای له خپلو الوتکو څخه کار واخلي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز دا ازمیښت یو ستر ملي بری وباله او وایي؛ دا نوې بي پیلوټه الوتکې به د تروریستانو پرضد جګړه کې د پاکستان د پوځ توان زیات کړي.